پښتانه مشران دې د ګوزڼ واکسیني کېمپېن ملاتړ وکړي
د بنو په نیمه قبایلي سیمه بکه خېلو کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه شوې ده چې پکې پوهانو او فعالانو ټینګار وکړ چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته باید د پولیو واکسیني څاڅکي ورکړل شي. دوی د سیمې پر مشرانو غږ وکړ چې د ګوزڼ مخنیوي کیمپېنونو ملاتړ دې وکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.