د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موصل پر لوري د عراقیو او کردیو ځواکونه پرمختګ


عراقيو او کردیو ځواکونو د یکشنې په ورځ د موصل پر لوري په خپلو عملیاتو کې پرمختګ کړی چې له داعش وسله والې ډلې دغه شمالي ښار بیرته ونیسي.

په هم دغه ورځ داعش وسلوالو په عراق کې له خپل ورستي ټینګ مرکز موصله د پام اړولو په هڅه د عراق په لوېدیځ ولایت انبار کې پر یوه ښارګوټي بریدونه وکړل.

همداراز د کردانو پېشمرګه ځواکونو د اکتوبر پر ۲۳مه نېټه د موصل په شمال ختيځ کې نوي بریدونه پیل کړل او ادعا يې وکړه چې له داعشه یې بعشیقه ښارګوټى نیولی دی. که د دغه ښارګوټي نیول تایید شي نو موصل ته د رسېدو په مخ کې پروت يو بل خنډ له منځه تلل بلل کيږي.

له داعشه د موصل نیولو عملیات یوه اوونۍ مخکې پیل شول. په دغو عملیاتو کې د کردانو پېشمرګه ځواکونه له شمال او ختیځه او د عراق حکومتي ځواکونه له جنوبه و موصل ښار ته د پرمختګ په حال کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG