د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : باړه کې وبایی ناروغېو ماشومان متاثره کړي


د خیبر ایجنسې د باړې کډوال شکایت کوي چې هلته وبایي ناروغۍ زیاتې شوي دي او ګڼ ماشومان یې متاثره کړي دي.

د باړې اکاخېلو شفیق اپرېدي مشال راډیو ته وویل،(زموږ په کلي کې شرۍ، توره ټوخلې، ملېریا او میعادي ناروغۍ زیاتې شوي دي، د صحت محکمې ته پکار ده چې موږ ته خصوصي ټیمونه راولېږي او زموږ ماشومانو ته ویکسین ورکړي.)

او د باړې یو مشر اقبال اپریدې وایي،

( په باړه کېد نا امنې او پوځې عملیاتو په وخت ځینې روغتونونه او د صحت واړه مرکزونه وران شوي دي خو چې کوم بچ پاتې دي په هغې کې عمله او دوایانې نشته،د باړې نه خلک بیرته د کډوالو کیمپونو په طرف مخه کړې ده،هلته اوبه او بجلي هم نشته.)

د خیبر ایجنسې په باړه کې د وبایی نارغیو د مخ نیوي په حقله مو د صحت محکمې مشر آفیسر ایجنسی سرجن ډاکټر نیاز سره د رابطې هڅه وکړه خو دوی سره رابطه وه نه شوه.

خو بیا د باړې نه سنیټر مومن خان اپریدي وویل:

(پولیټیکل چارواکي او د صحت محکمه دې صورتحال ته پام نه کوي خو مونږ د خیبر پختونخوا ګورنر ته دغه ستونځه وړاندې کړې ده او په دې به احتجاج هم کوو او د حل کولو لپاره یی هلې ځلې کوو.)

د خیبر ایجنسې د باړې خلک وایي چې اوږدې بې کورې ډیر ځپلې دي او باید د صحت په شمول دې د ژوند ټول بینادي سهولتونه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG