د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناباوري ختمول غواړي


د سولې او ولسونو ترمینځ رابطو لپاره پاکستان ته ورغلي د افغانستان یو پلاوي نن د جمعې ورځ په اسلام اباد کې د د دغه هېواد وزیراعظم بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د افغانستان پلاوي د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د دواړو ملکونو ترمینځ پر اړیکو تعلقاتو، د سولې پر بهیر، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ویزو پر ستونزو او د سوداګرۍ پر اړیکو خبرې وکړې.

له کابله ورغلي پلاوي کې د افغانستان پارلېمان، د دفاع وزارت، د افغانستان سولې شورا، د افغانستان امریکن پوهنتون او د تجارت پخوانی مرستیال وزیر شامل دي.

دغه پلاوی د پاکستان یوې غېر سرکاري ادارې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (سېنټر فار ریسرچ او سیکیورټي سټدیز) په بلنه اسلام اباد ته ورغلی دی.

د یادې ادارې په وینا چې د دې ‌پلاوي د سفر موخه د هغه خلکو چې سوله غواړي اړیکې له یو بل سره سېوا وکول دي.

د یادې ادارې مشر امتیاز ګل مشال راډیو ته وویل د جمعې ورځ د پاکستان بهرنیوچارو سلاکار سرتاج عزیز افغان پلوي ته په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان به له افغانستان او افغان ولس سره خپله مرسته جاري ساتي. او پلاوي ته یې دا هم وویل، چې د افغان کډوالو او د ویزو ستونزو هوارولو لپاره به خپلې هڅې کوي، او پر سوداګرو د بندیزونو نرمولو لپاره به د خپل ملک له اړونده ادراو سره خبرې کوي.

د افغانستان ولسي جرګې غړې هېلۍ ارشاد له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، د پاکستان او افغانستان ترمینځ مشکل نه شته خو لږه بې اعتمادي راغلې ده چې د لیرې کولو ضرورت یې دی.

د پاکستان حکومت مرستو په اړه هېلۍ وویل چې کله یې هغه په عملي شکل کې نه دي لیدلې.

"باید چې موږ د یو بل په ترقۍ خوشاله شو. خو موږ ته مسلې هم شته لکه د افغانستان مهاجرینو سره بد چلند کېږي، د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات سم نه دي. پکار دا ده چې له یو بل سره کمک وکړو. پاکستان هم کولی شي چې افغانستان سوکاله او اباد وویني لکه چې څنګه یې موږ وینو او خوشالېږو نو موږ هم وایو چې پاکستانیان موږ اباد وویني."

د افغانستان تجارت پخواني مرستیال وزیر مزمل شینواري په وینا چې د ښاغلې سرتاج عزیز له خبرو مالومېدله چې یو وارې بیا تعلقات بحال شي.

د ده په وینا چې دواړه ملکونه باید د تجارت لپاره اسانتیاوې پېدا کړي.

"زموږ لپاره د تجارت اسانه لار د پاکستان ده خو که مشکلات وي نو بیا دا لار اسانه نه ده. بل افغان سوداګر د پاکستان له کلتور او ژبې سره بلد دي نو ورته ستونزې نه وي. له دې سره سره موږ دا وایو چې په ویزه کې اسانتیاوې راولو او د دې موده تر یو کال پورې وغځول شي نو چې تاجر زر ځی او راځي نو مال به اوړي."

د نوموړي په وینا چې د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقاتو بحالولو لپاره ضروري ده چې دواړه حکومتونه د خپلو مشکلاتو ادراک وکړي او دا وګوري چې څنګه یې هوارولای شي.

XS
SM
MD
LG