د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۱۸ تنه وسله وال وژل شوي


په هلمند کې د افغان پوځیانو او وسله والو مخالفینو د جګړې پر مهال اتلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي چې اته وسله وال مخالفین په یوه هوايي حمله کې په سنګین کې په داسې حال کې وژل شوي چې غوښتل یې نهرسراج ولسوالۍ ته اکمالات وکړي.

د بیان له مخې په نادعلي کې د طالبانو یو مشهور قوماندان محمد ګل له دریو نورو وسله والو سره په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

اخوا په نهر سراج کې د افغان پوځیانو په برېدونو کې څلور وسله وال مخالفین او په بولان او پیرسبز سیمو کې دوه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په هلمند کې د ور اوښتې تازه مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG