د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې ۲۰ تښتول شوي ماین پاکان خوشې کړل شول


د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې د ماین‌پاکۍ د یوې موسسې یو شمېر کار کوونکي چې پرون په دې ولایت کې د نامعلومو وسله‌والو لخوا تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس سید قریب الله سادات د اکتوبر په شلمه مشال راډیو ته وویل چې دا شل تنه د قومي مخورو په منځګړیتوب ازاد شوي.

د لوګر ولایتي چارواکو ویلي ول چې د چارشنبې په ورځ سهار مهال د یاد ولایت مرکز اړوند د الیاس خان کلا په سیمه کې د نامعلومو وسله‎والو د یوې مؤسسې شل تنه ماین پاکان تښتولي ول.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح مشال راډیو ته وویل چې د سټرلېنګ په نوم د ماین پاکوونې د مؤسسې شل تنه ماین پاکان په یو کاسټر موټر کې د خپل دفتره د کار ساحې ته په لاره وو چې د مرکز پل علم د الیاس خان کلا په سیمه کې د وسله‎والو لخوا ‎ نامعلوم لوري ته وتښتول شول.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې دغه ماین پاکان چا تښتولي ول.

پخوا هم څو ځلې د وسله‎والو له لوري د سټرلېنګ په نوم د ماین پاکۍ کارکوونکي او موټر تښتول شوي چې بیا وروسته د امنیتي ارګانونو په هلو ځلو بېرته روغ رمټ خوشې شوي دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG