د لاسرسي ځای

تازه خبر

خاصه دار ځواک د نورو امنیتي ځواکونو غوندې مراعات غواړي


خاصه دار وایي نه یوازې خطر مراعات (رسک الاونس) غواړي بلکې خدمتي جوړښت (سرویس سټرکچر) هم غواړي چې د پېنشن حق ولري.

د خېبر ایجنسۍخاصه دارو ځواکونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې دوی ته دې هم د لېویز،اېف سي او پوځ غوندې د خطر یا رسک مراعات ورکړل شي. دوی وایي چې د نورو ځواکونو ترڅنګ دوی هم په قبایلي سیمو کې له خطرونو سره مخامخ دي او دغه مراعات یې حق جوړېږي.

د خیبر خاصه دار وايي، چې دوی هم د هدفي بریدونو ښکار شوي دي او یو شمېر ملګري یې د وسلوالو په بریدونو او بمي چاودنو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

دوي وایي نه یوازې د خطر مراعات (رسک الاونس) غواړي بلکې خدمتي جوړښت (سرویس سټرکچر) هم غواړي چې د پېنشن حق ولري.

خاصه دار د انګریز انو په وخت کې قبایلو ته د مراعاتو په توګه ورکړل شوې وې او دې خاصه دارو به د مهمو لارو او ځایونو څارنه کوله او د میاشتې به ورته مراعات ملاوېدل خو اوس د پولیټیکل اېجنټ په مشرۍباقاعده د فورس په توګه کار کوي او امنیتي او انتظامي چارې هم ورته سپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG