د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په خرلاچۍ کې کرفیو دوام لري


د بره کرمې ایجنسۍ په خرلاچي سیمه کې لا هم ګرځبندیز دوام لري چې څو ورځې وړاندې پکې یو ځانمرګی بریدګر تر حملې کولو مخکې وژل شوی وو.

د سیمې خلک وايي د ګرځبندیز له امله په ستونزو کې راګېر دي. د بره کرمې ایجنسۍ مرستیال پولیټیکل ایجنټ شاهد علي خان د اکتوبر په ۱۹مه په دې اړه مشال ریډیو ته وویل:

"لاره د محرم له یولسمې پس خلاصه شوې وه خو دلته چې کوم ځانمرګې برید کونکی ویشتل شوی و، نو تر هغې پس یې بنده کړې ده. دا لا نه شم ویلی چې کرفیو به کله پورته شي خو زموږ څه امنیتي اندېښنې دي، چې هغه لېرې شي نو پس له هغې به لاره خلاصه کړل شي."

د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل په تري او منګلو سیمه کې حکومتي ځواکونه کور په کور د پلټنې عملیات هم ترسره کوي. د بره کرمې ایجنسۍ پولې له افغانستان سره هم لګيدلې دي. یو شمېر افغان کډوال هم د خرلاچي لارې د بندیدو له امله ایسار پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG