د لاسرسي ځای

د فاټا پوهنتون مشر ډاکټر محمد طاهرخان وايي دوی په دره ادم خېل کې د پوهنتون په عارضي ودانۍ کې کارونه پیل کړي او په څلورو څانګو کې داخلې شورو شوي دي.

نوموړی وايي د روانې میاشتې د ۲۴ مې نه به په پوهنتون کې کلاسونه شورو شي.د فاټا لپاره دا لومړی پوهنتون دی او عارضي ودانۍ یې د دره ادم خېلو په اخوروال ډګري کالج کې پرانیستل شوې ده. ډاکټر طاهرخان وايي:

(( په دې کې د دېرشو دېرشو ذده کونکو لپاره موږ په څلورو مضمونونو کې پرویژن اېښې دی. موږ استادان اخستې دي، یو پروفېسر دې، درې اسسټنټ پروفېسران دي، پي ایچ ډيز دي، څلور لیچکررز دي، اېم فل او ایم اېس او څه پي ایچ ډي مکملوي. موږ ډېر استادان اخستې دي چې په مېرېټ باندې راغلي دي ))

د فاټا خلکو او په ځانګړې ډول زده کونکو د حکومت دغه ګام ستایلی او وايي د دوی ډېر پخوانی ارمان پوره شو. د فاټا پوهنتون پر اصلي ودانۍ به کار د ۲۰۱۷ کال په پېل کې شروع شي.

XS
SM
MD
LG