د لاسرسي ځای

د ۱۹۷۲م کال د اکتوبر په اتلسمه د دغه کارخانې کارکونکو احتجاج زور و نیولو. د ښار ټولو کارخانو د بندېز له ویرې د هغه وخت حکمرانانو دا فیصله وکړه چې د زور په استعمال به دغه احتجاج ختموي.

په اکتوبر ۱۹۷۲م کال کې د پاکستان په تر ټولو لوی اقتصادي ښار کې خواريکښو په زړو جامو کې د "مشين ټول فېکټري" نومي کارخانه کې د خپل حق لپاره احتجاج شورو کړې و. دغه د روژې میاشت وه.د مزدورانو غورځنګ په خپل جوبن کې و او هغه وخت د کراچۍ يوه لويه کارخانه چې د "داود کاټن مِل" په نوم يادېده او وروسته په څو برخو کې تقسيم شوه، هلته هم خواريکښو له خپلو ملګرو سره د ملاتړ لپاره علامتي احتجاج شروع کړ. دا د یو ساعت لپاره و چې وروسته بیا د ټولې ورځې په احتجاج ور واوښتېدو.

د ۱۹۷۲م کال د اکتوبر په اتلسمه د دغه کارخانې کارکونکو احتجاج زور و نیولو. د ښار ټولو کارخانو د بندېز له ویرې د هغه وخت حکمرانانو دا فیصله وکړه چې د زور په استعمال به دغه احتجاج ختموي.

د هغه وخت مزدروانو د يوه سازمان د اطلاعاتو سېکرېټري نذيرجان خان، چې دا وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند څانګې مشر دی وايي، هغه کال تر سپېدو مخکې پوليسو او ملېشا ځواکونو د شا لخوا دېوالونه وغورځول او په مزدورانو يې يلغار جوړ کړ. د نذیر جان په خبره په هغه پېښه کې په سوونو غريب مزدوران د سرکار د ګوليو ښکار شول.

د دغو مزدورانو د مړو ژوبلو کره شمېر څلوردېرش کاله پس هم واضحه نه دی ۔ نذيرجان خان وايي چې دوي اوس هم يوازې دا ویلې شي چې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. نوموړی وايي په هغه سهار د کارواۍ په وخت بجلي بنده کړل شوې وه او تر سپېدې مخکې ټول مړي او ژوبل کسان له دغه ځايه لیرې کړل شوي ول. دای وايي نه دی خبر چې دغه کسان چېرته یوړل شول.

په دې کې ځيني مړي د روغتون نه پټ په پټه خپلو خپلوانو له ځان سره يوړل او مزدوران وايي چې ډېرۍ یې چارواکو ورک کړل.

هغه وخت د پيپلزګوند بنسټ اېښودونکي ذوالفقارعلي بټو دور و. نوموړی د سوشلزم پلوي و او دا دعوه یې لرله چې د مزدورانو نماېندګي کوي ۔ خو د داؤد کاټن مِل او ګل احمد ټېکسټائل مِل واقعات اوس هم یو سوالیه نشان دې.

د سيند لېبر کورټ یا ((مزدورانو عدالت)) یو وکيل او پښتون ليکوال منان باچا د دغه پېښې په اړه وايي چې کله د کراچۍ په مشين ټول فېکټرۍ کې مزدورانو احتجاج پېل کړ نو هغه وخت په نورو کارخانو کې هم کارکوونکو له هغوی سره د يووالي لپاره علامتي کاربندېز شورو کړ ۔ خو وروستو چې د کارخانو مالکانو د یونین مشران نيول شورو کړل نو د دوي احتجاج هم حقيقي شکل واخستو او د کار دریو ډلو یا شفټونو په مکمله توګه د کاربندېز اعلان وکړ.

نوموړی وایي هم دغه لامل و چې د اکتوبر په اتلسمه سهار وختي دغه احتجاج په وينو پایته ورسېد.

منان باچا وايي چې په کراچۍ ښار کې مزدور تحريک دومره زورور و چې هلته هېڅ سرمايه دار مزدور ته سپک نه شو کتلی.خو د پخواني پوځي واکمن ضياالحق تر راتلو پس مذهبي انتهاپسندي او لسانيت دومره زيات شو چې دغه غورځنګونه په کمزورې کېدو شول او اخر یې زور ختم کړل شو.

د منان باچا په خبره د مزدور په نوم جوړو سرکاري يا غېرسرکاري ادارو د دغو مزدورانو لپاره هېڅ و نه کړل ځکه چې له زورورو سره کلي نه کېږي.

د ملاکنډ د سيمې یو شاعر "اقبال شاکر" وايي:

موږ ورسره هسې دا د پړي سر نيولی دی

نور که په ریښتيا شي کلی کور د زورورو وي

دا جينۍ به ولې د اسمان په ژۍ قدم نه ږدي

يوه چې ښايسته وي بله خور د زورورو وي

په ژوبل شوو مزدورانو کې ډېر اوس هم ژوندي دي چې پکې له دوه دریو سره زما ملاقات وشو. يو مشر خو په ذهني توګه بېخي لېونی شوی او له چا سره خبره کولو ته هم تيار نه دی.

دا يواځې پښتانه نه وو بلکې د هرې ژبې او هرې عقيدې خلک پکې وو خو د کمزورو خلکو اواز څوک هم نه اوري نو ځکه څلوردېرش کاله پس هم د دوي لپاره چا غږ نه دی پورته کړې.

XS
SM
MD
LG