د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار درې تنه انسان تښتوونکي ونیول شول


د افغانستان په ننګرهار ولايت کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.

د ننګرهار ولایتي ویاند عطاالله خوګياڼی د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دغه ماشوم چې درې ورځې وړاندې له جلال اباد ښار څخه تښتول شوی و، د ملي امنيت کارمندانو آزاد کړ.

نوموړی وايي نیول شوي کسان د خوګياڼو ولسوالۍ اوسیدونکي دي او په خپلو جرمنو يې اعتراف کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG