د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د ترکي پرضد مظاهره


په بغداد کې زرګونو عراقيانو د سېشنبې په ورځ د ترکیې د سفارت مخې ته راغونډ شول او د عراق په شمال کې يې د ترکي ځواکونو د شتون پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهرچيانو غوښتنه وکړه چې انقره دې د عراق د حکومت له غوښتنې سره سم موصل ښار ته نژدې خپله پوځي اډه بنده کړي.

مظاهره چیانو چې د تندلاري شیعه مذهبي مشر مقتدی صدر پلویان هم پکې وو، نارې وهلې چې اشغالګران دې له دې ځایه ووځي.

په عراق کې د ترکي ځواکونو حضور د بغداد او انقرې ترمنځ په اړیکو کې بحران راوستی. د عراق حکومت وايي ترکي ځواکونو ته یې په خپل قلمرو کې د حضور اجازه نه ده ورکړې او د هغو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.

خو ترکیې دا غوښتنې له پامه غورځولي او وايي، پوځیان یې په موصل ښار کې د داعش ډلې د وسله والو پرضد جګړه کې عراقي جنګیالیو ته پوځي روزنه ورکوي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG