د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د اسلام اباد تړلو نېټه بدله کړه


د پانامه اسنادو په اړه د حکومت له لورې د پلټنو نه کولو پر ضد د تحريک انصاف مشر عمران خان د احتجاج اعلان شوې نېټه واړوله.

تر دې وړاندې عمران خان د اکتوبر پر ۳۰ م نيټه د اسلام ابادتړلو اعلان کړی وو خو اوس يې د نومبر په دومه نيټه د احتجاج پېلولو خبره کړې ده.

په پانامه اسنادو کې د واکمن مسلم ليګ د مشر نواز شريف د اولادونو نومونه په ډاګه شوي ول چې پکې ويل شوي و چې دوی په بهر هېوادونو کې شرکتونه لري.

په دې اړه تحريک انصاف او د اپوزيشن نورو ګوندونو د تحقيقاتو غوښتنه کړې وه خو د پرله پسې ليدنو سربيره هم دوی په طريقه کار سره سلا نشول.

د ګل په ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال عمران خان يو ځل بيا له نواز شريفه د استعفا غوښتنه وکړه.

نوموړي خبرداری ورکړی که يې په احتجاج کې خنډ واچول شو نو د ناوړو عواقبو ذمه واره به حکومت پخپله وي.

''زه وايم چې موږ به هم دغسې د شريف کورنی او درغلې ډلې غلامي کوو؟ زه په ډاګه خبرداری ورکوم که حکومت زموږ د احتجاج پر ضد ګام پورته کړ نو ذمه واري به يې پر خپله غاړه وي.''

عمران خان ادعا وکړه چې د پانامه اسنادو په معامله کې وزير اعظم "مجرم" ثابت شوی دی نو يا خو دي استعفي ورکړي او که نه نو ځان دې احتساب ته وړاندې کړي.

د نورو ګوندونو د ملګرتيا په اړه عمران خان وويل چې هغوي ته یې بلنه ورکړې خو هغوي د نه ګډون عذر کړی دی.

بل طرف ته په خيبر پښتونخوا حکومت کې شامل د تحريک انصاف اتحاديانو جماعت اسلامي او قامي وطن ګوند په احتجاج کې د برخې نه اخستو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG