د لاسرسي ځای

افغانستان او ازبکستان د مجرمانو سپارلو تړون وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا لاسلیک شوه.

په دې اړه چې دا مهال څومره شمېر افغانان د جرمونو په تور په ازبکستان کې بندیان دي، کره معلومات نشته.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له خپل ازبک سیاله دا هم و غوښتل چې په شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو ملاتړ وکړي.

ښاغلی رباني د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا په ۴۳ مه غونډه کې د ګډون په هدف په دوه ورځني سفر ازبکستان ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG