د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه: د افغان ځواکونو هوايي بریدونو لسګونه وسله وال وژلي


سیمه ییز چارواکي وایي، د فراه ښار ته څيرمه د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې یې تر نتیجه کې څه باندي ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د فراه امنیه قومندانۍ د امنیت آمر محمد غوث مالیار آزادۍ راډیو ته وویل، چې دغه عملیات بېګا شپه و شول.

د یو بل خبر له مخې په هلمند کې د ملي اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال علم حلیم وایي افغان او بهرنیو ځواکونو بېګا شپه په ګرمسیر ولسوالۍ کې د وسله والو پر یوه پټنځای عملیات تر سره کړل چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه مخالفین وژل شوي او ۱۰ تنه یې ټپیان دي.

نوموړی وایي چې په عملیاتو کې ۷ هاموې ټانکونه او ۲ رنجر موټر چې مخکې له افغان ځواکونو څخه طالبانو ته پاته شوي و، تخریب شوي دی.

طالبانو تر اوسه د دغو دواړو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG