د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د الوتکې له پرېوتو هواباز وژل شوی


په صوابۍ کې د پاکستان هوايي ځواک الوتکه رالوېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:42 0:00

په صوابۍ کې د پاکستان هوايي ځواک الوتکه رالوېدلې. ۲۵م جون ۲۰۱۵ م کال

د کراچۍ ښار له مشرف کالونۍ سره نزدې د نهې/سېشنبې په ورځ د پاکستان هوايي ځواکونو یوې روزنیزې الوتکې د پرېوتو په پېښه کې هواباز وژل شوی دی.

د هوايي ځواکونو وياند په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې يوه روزنیزه الوتکه یې له مسرور هوايي اډې د عادي مشقونو الوتې چې د تېکنيکي ستونزو له کبله له راپرېوتو سره سم ویجاړه شوې ده.

وياند وايي چې هواباز له الوتکې په وتلو بريالی شوی وو خو وروستو یې له ټپونو ساه ورکړې ده. د ده په وینا چې د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي.

د سږني کال په سیپټېمبر میاست کې هم په خیبر اېجنسۍ کې د پاکستان هوايي ځواکونو د یوې تربیتي الوتکې د پرېوتو په پېښه کې یو هواباز ليفټینېنټ عمرشهزاد وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG