د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر امام باړه بم برید کې یو ماشوم مړ، اوولس تنه ژوبل


کراچۍ کې پر امام بارګاه تر برید ورستو د ښځو احتجاج. ۱۷م اکتوبر ۲۰۱۶
کراچۍ کې پر امام بارګاه تر برید ورستو د ښځو احتجاج. ۱۷م اکتوبر ۲۰۱۶

د کراچۍ ښار لياقت اباد په سيمه کې بېګا ماښام د شییعه ګانو پر يوه امام باړه دنامعلومه کسانو لخوا د لاسي بم بريد له امله يو ماشوم مړ او او د شپږو ښځو په ګډون لږ تر لږه اوولس کسان ژوبل شوي دي.

د کراچۍ پوليسو ډي آی جي مشتاق مهر رسنیو ته وویل، د پېښې پلټنه کوي چې ولې د دغه ځای امنیت سم نه وو نیول شوی.

ژوبل کسان په سمدستي توګه د ښار عباسي روغتون ته رسول شوي چې پکې د درو کسانو حالت مرګونی ښودل کېږي.

د پوليس چارواکو په وینا دوه نامعلومه موټرسايکل سورو له امام باړې سره نزدې په داسې وخت کې بم وغورځولو چې دننه د ښځو مجلس روان وو

د پېښې ذمه واري تر دې دمه چا نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG