د لاسرسي ځای

افغان پلاوی په ترکیه کې اسلامي کنفرانس سازمان غونډې ته ولاړ


د افغانستان د ولسي جرګې یو وفد د اسلامي کنفرانس سازمان په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره ترکی ته تللی دی.

په انقره کې د افغانستان سفیر امان الله جیحون پرون د مشال ريديو افغان څانګي ته وویل چې د پلاوي مشري د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي کوي.

امان الله جیحون: "دا داسلامي هیوادونو کانفرنس دی چې د پارلماني چارو په اړه خبرې پکې کیږي. دیارلس هیوادونه ور بلل شوي او په ځانګړو کمیټوکې به پر ځیني قوانینوخبرې پکې وشي. ترکی داسلامي هیوادونو د کنفرانس مشري کوي، نو لدې امله غونډه دلته جوړیږي."

د جیحون په وینا، د ولسي جرګې ریس او ورسره پلاوي به د ترکیې له ولسمشر، وزيراعظم او یوشمېر نورو لوړپوړیو چارواکیو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG