د اروپايې ټولنې بهرنۍ تګلارې مشره فیدریکا موګېریني وايې، ټولنه یې په شام کې د روسيې کاروایانو له امله پر ماسکو د بندیزونو پر لګولو غور نه کوي.
موګېریني چې د دې ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې برخه اخلي، نن دوشنبه په لوکسمبرګ کې خبریالانو ته وویل، د اروپايې ټولنې هېڅ یو غړي پر روسيې د بندیزونو وړاندېز نه دی کړی.
موګریني وايي، په داسي حال کې چې په شام کې د اوربند ژغورلو لپاره هڅې ځنډنۍ شوې دي، کیدای شي چې اروپايې ټولنه د شام رژیم پرضد خپل بندیزونه وغځوي.
امریکا او برتانيا په اتوار/یکشنبه وویل، پر روسيې او شام د نویو بندیزونو په اړه غور کوي چې دواړه هېوادنه پر حلب ښار خپل هوايي بریدونه پای ته ورسوي.