د لاسرسي ځای

تازه خبر

کمبرخېل وايي امنیتي ځواکونه یې د باړې بازار ته په سختۍ پرېږدي


د خیبر ایجنسې د باړې برقمبر خیلو کډوال وایي چې په سیمه کې یې امن پرځای شوی دی خو حکومت یې بیا هم حال نه اخلي او د بیا بحالۍ لپاره یی ګامونه نه پورته کوي.

دوی وایي، د وسلوالو تنظیمونو ترمنځ جګړو او پوځي عملیاتو له امله زښته اغېزمن شوي دي.

د باړې بر کمبرخېلو یو تن خان وزیر اپرېدي مشال رډیو ته وایي: (سرکونه مو ړنګ شوي دي، د اوبو سهولت راته نشته، ټيوب وېلونو مشینونه مو سوځېدلي دي، په کېمپونو کې مو ډېر تکلیفونه تېر کړل، اوس مو راشن هم بند شوی دی.)

یو بل ځايي تن نذیر خان وایي: (باړې بازار ته اوس هم په آزاده توګه نه شو ورتللی، امنیتي ځواکونه راسره ډېره سختي کوي، بازار مو لا تر اوسه نه دې آباد شوی.)

جانان اپرېدی وایي: (وسلوالو تنظیمونو د جګړو له لاسه بې کوره شوي وو، ډېر وځپل شو خو له هېچا سره یوڅه مرسته و نه شوه، هېڅوک مو فریاد نه اوري.)

د خیبر انتظامي چارواکي وایي:

(د باړې لپاره د خیبر پښتونخوا ګورنر په خصوصي پرمختیایی پروګرام باندې کار روان دی او په هره قبیله کې به د خلکو د بیا بحالې لپاره اجتماعي کارونه تر سره کېږي.)

د خیبر ملېشا ځواک چارواکي وایي چې د باړې په زیاتره برخو کې یې د حکومت واکمني بحاله کړې ده او په زرګونه بې کوره کړل شوې کورنې ورته ستنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG