د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین به له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي 


کابل: د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چین سفیر یوجینګ سره ویني. ۱۷م اکتوبر۲۰۱۶
کابل: د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چین سفیر یوجینګ سره ویني. ۱۷م اکتوبر۲۰۱۶

د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دوشنبه په کابل کې د چین له سفیر یوجینګ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې.

د ملي امنیت سلاکار له افغان امنیتي ځواکونو سره د چین له لوري د تجهیزاتو مرستې د قدردانۍ ترڅنګ په ګڼ هېوادیزه سیمه ییزو پروژو کې د دغه هېواد د دوامدارې همکارۍ ستاینه وکړه.

د چین سفیر یو جینګ په هېواد کې د لویو مسایلو په اړه د ملي اجماع د رامنځته کولو په موخه، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وروستۍ هلې ځلې وستایلې او د خپل هېواد له لوري یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکاریو د دوام اطمینان ورکړ. د چین سفیر د سولې تامین لپاره د افغانستان پالیسیو ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د خپل هېواد له خوا د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG