د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله: د افغانستان دښمنان قومي مسلو ته لمن وهي


اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایې یوشمېر په افغانستان کې قومي مسایلو ته لمن ووهي.

ښاغلي عبدالله په دوشنبه د وزیرانو شورا په غوڼده کې له خلکو وغوښتل، دغه ډلو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

''دا کار یوازې له دښمن سره مرسته کوي، د افغانستان ولس بیداره دی او هېچا ته به په دې برخه کې اجازه ورنه کړي."

نوموړي همدارنګه وویل چې خلک باید اجازه ورنه کړي چې د دوې له برخلیک سره لوبه وشي.

په افغانستان کې قومي مسایلو ته لمن وهل ډېر ځله په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر خاصو کړیو له خوا کېږي چې ویل کېږي تر ډېره دغه کار د پردیو لمسونو نتیجه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG