د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې ګڼو وسله والو ته مرګژوبله اوښتې


په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشر وايي، د افغان ځانګړیو ځواکونو په روانو عملیاتو کې وسله والو مخالفانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

ولي محمد احمدزي په دوشنبه په هلمند کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د لسګونو وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ په نادعلي کې د وسلوالو هغه مرکز هم له منځه وړل شوی چې پر لښکرګاه دروانو بریدونو رهبري یې کوله.

دقول اردو قومندان وویل چې دغه عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شوي او لاهم روان دي.

په دې خبرې ناسته کې د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار یوځل بیا دلښکرګاه د سقوط خبر رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG