د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارسده: پر یوې معذورې ماشومې د جنسي تېري تورن ونیول شو


د خېبر پښتونخوا په چارسده ضلعه کې له یوې معذورې يوولس کلنې نجلۍ سره د جنسي په تور یو تن نیول شوی دی.

د چارسدې پوليس تاڼې یو چارواکي نوشيروان مشال رېډيو ته وويل چې د چارسدې په ګيدړ کلي کې دا پيښه څو ورځې وړاندې شوې وه چې ورسته د اغېزمنې نجلۍ پلار عبدالقادر خان د میر عالم نومي تن پرضد د دوی په تاڼه کې رپوټ درج کړی وو.

دی وايي، په جرم تورن کس یې نیولی او د پاکستان سزاګانو قانون(تعزیراتو)۳۷۶ مې دفعې له مخې یې پروړاندې مقدمه کښلې ده.

د پوليسو په وینا چېد اغېزمنې نجلۍ له طبي ازمیونو جوته شوې چې له هغې سره جنسي تېری شوی دی.

د ښځو حقونو لپاره کار کونکې ادارې (عورت فاونډېشن) یوې فعالې رابعې هادي د جنسي تشدد خلاف قانون تقريبا جوړ دی او حکومت ته پکار ده چې ژر تر ژره یې عملي کړي چې له مخې یې نه یوازې ککړ تن سزا ورکړل شي بلکې ولس هم پرې خبر شي.

"دغه پېښه یوه بېلګه ګرځېدلای شي او دا به د خلکو لپاره يو پند هم شي، که حکومت د نوي قانون لاندې سزا ورکړي نو خلک به يو عملي نتيجه وویني۔ ځکه چې د ولس لخوا دا سوالونه ډېړ اوچتېږي چې قانون سازي کېږي خو عمل پرې نه کېږي. که د خيبر پښتونخوا حکومت په دې کې وړاندې شي نو دا به یو ډېر مثبت ګام وي ځکه چې په خيبر پښتونخوا حکومت دا اعتراض دی چې هغوی د ښځو تحفظ لپاره هېڅه يوه قانون سازي نه ده کړې او که یې کړې هم ده نو عملمداري یې نه ترسترګو کېږي."

ياده دې وي چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه د پاکستان پارليمان په یوه ګډه غونډه کې د جنسي تېریو مخنيوي لپاره د بل مسودې منظوري ورکړې وه۔ د بل مطابق پر ماشومانو او معذورانو کسانو په جنسي تېري کې ککړ کس ته به د پانسۍ سزا ورکول کېږي۔ او په جيل کې دننه په جنسي تېري ککړ کس ته به د مرګ او په جسماني تشدد کې ککړ کس ته به د عمر قيد سزا ورکول کېږي.له مسودې سره سم د متاثره کس طبي معاينه به د هغه په مرضې اود ککړ کس معاينه به لازمي ګرځول کېږي.

XS
SM
MD
LG