د لاسرسي ځای

پنجاب: د سورلیو بسونو په ټکر کې ۳۰ تنه مړه ګڼ ژوبل


د پاکستان پنجاب صوبې په «رحیم یار خان» ښار کې د دوو بسونو په ټکرېدو کې د ځايي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

سرکاري سرچینې وايي، په دوشنبه سهار د رحیم یار خان له "ریجا پاټک" سره نژدې له کراچۍ و لاهور ته تلونکي سورلۍ بس له فیصل اباده و صادق اباده تلونکي سورلۍ بس سره ټکر خوړلی دی.

د دوی په خبره، په مړیو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملي دي او زیاتوي چې ټپیان د رحیم یار خان او خان پور روغتونونو ته وړل شوي چې د ډېرو روغتيایي حالت د اندېښنې وړ دی چې له امله یې ښایي د مړیو شمېر پورته شي.

که څه هم پاکستاني رسنۍ د بسونو په دغه ټکر کې د مړیو شمېر ۲۷ ښیي، خو رویټرز خبري اژانس بیا د رحیم یار خان د پولیسو یوه مشر حسن اقبال په حواله وايي چې په دغه ټکر کې۳۰ کسان مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې لا د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ژغورندویه ډلې او پولیس د پېښې ځای ته رسېدلې دي، څو د بسونو چتونه غوڅ کړي او مړي و ټپیان ترې راوباسي.

په پاکستان کې هر کال د موټرو او سورلیو بسونو ګڼ ټکرونه کېږي چې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او لامل يې د موټر چلونکیو بې غوري او همداراز د سړکونو خراب حالت ګڼل کېږي.

د پاکستان ولسمشر او د پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف د پېښې په اړه خواشینې ښودلې، د ټپیانو د پوره درملنې امر یې کړی دی او همداراز يې د پېښې په اړه د بشپړ رپوټ چمتو کولو غوښتنه هم کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹میلادي کال کې هم د رحیم یار خان ښار همدې ریجا پاټک ته نږدې دوه بسونه ټکر شوي و چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه او ګڼ شمېر پکې ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG