د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبغاړو د ګوزڼ ضد کمپاین پیل کړ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغان کرکټ لوبغاړو په مټ د ګوزڼ ضد د مني کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن د دې کمپاین د پرانستې په مراسمو کې وویل، تمه ده چې د پولیو کمپاین کې به شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي واکسین شي.

نوموړی وايي، دا مهال په افغانستان کې د پولیو اوه پېښې ثبت شوي چې اکثره یې له پاکستان سره په پرتو سرحدي ولایتونو کې دي.

د راپورونو له مخې اوس مهال د نړۍ په کچه پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې د ګوزڼ پیښې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG