د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: وسلوالو په نوي کلي کې پر ډزو ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د کوټې په نوي کلي کې د برید ویډیو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00

د کوټې په نوي کلي کې د برید ویډیو

د بلوچستان د کوټې ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناڅرګندو وسلوالو په نوي کلي کې په یو کور ډزې کړي چې په پایله کې یې یو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي او یوه بله ماشومه او مېرمن ژوبلې شوې هم دي.

د سرحدي ځواکونو په وینا برید کونکي له بریده وروسته تښتیدلي دي، پولیسو د نامعلومو کسانو خلاف دوسیه جمع کړې او لټون یې پیل کړی دی، خو دمګړۍ ته څوک نیول شوي نه دي. د حکومتي سرچینو په وینا برید د یوې زړې دښمنۍ په ترڅ کې شوی دی.

په دې وروستیو کې د بلوچستان ایالت په بیلابیلو برخو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان اوسنی حکومت د امنیت د ټینګیدو خبر هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG