د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: نوازشریف دې یا استعفی ورکړي او یا تالاشي


د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، په اسلام اباد کې احتجاج به پرامنه وي، او تر هغې به دوام لري تر څو چې وزيراعظم نوازشريف استفعی نه وي ورکړې او يا تالاشي یې نه وي ورکړي. بلخوا وزيراعظم نوازشريف وايي چا ته به هم اجازه ورنکړي چې اسلام اباد محاصره کړی.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي که چري وزيراعظم نوازشريف ټګي برګي نه وي کړې نو بيا ولي له پلټنو څخه ويريږي، او د حکومت خلاف اخري او حتمي لاريون به په اسلام اباد کې وي.

عمران خان پرون په لاهور کې د خپل ګوند يوې غونډې ته وويل، په اسلام اباد کې به ټول ولس راغونډيږي، او دا ځل به په ډي چوک کې نه کيني بلکې په هغو سړکونو به کيني چې حکومتي دفترونو ته پرې تګ راتګ کېږي. نوموړي وړاندې وویل:

« موږ به دوی حکومت کولو ته نه پرېږدو. دا به پرامنه احتجاج وي، زموږ احتجاج به پرامنه وي، دا باید په یاد ولرو چې په جمهوريت کې د پرامنه احتجاج اجازت شته. دا غير جمهوري عمل نه دی، تاسي ټول اسلام اباد ته راغونډ شئ، او له خپل ځان سره خوراک څخاک سامان هم راوړئ. دا به هغه پخواني احتجاج پشان نه وي، چې پکې کاروبار کېدو، دا به حکومت ونه چلوي، او موږ به تر هغې دلته کينو تر څو نوازشريف استفعی نه وي ورکړې، او يا خپله تلاشي به ورکوي.»

عمران خان زياته کړه، چې په پاکستان کې حکومت نه بلکې مافيا ده، چې د خلکو پيسي غلا کوي. بلخوا وزيراعظم نوازشريف پرون په باکو کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي د اکتوبر په ديرشمه به اسلام اباد نه بنديږي او هغه عناصرو ته اجازه ورنکړي چې د ترقي لاره نيسي.

XS
SM
MD
LG