د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او هند لوی دفاعي تړونونه لاسلیک کړل


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند وزیر اعظم نريندرا مودي د انرژۍ او دفاعي چارو په برخه کې نوې موافقې لاسليک کړې.

په هغو موافقو کې چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د هند د وزیر اعظم نريندرا مودي ترمنځ لاسليک شوې، يوه د دافع هوا د پرمختللي S-400 سيسټم په باب وه چې مسکو به يې نوي ډيلي ته ورسپاري.

هند چې په نړۍ کې د دفاعي وسايلو او سيسټمونو تر ټولو لوى واردوونکى هېواد دى، د خپلو پخوانيو پوځي تجهيزاتو پر عصري کولو ١٠٠ میليارده ډالره لګوي او په دې ډول غواړي له خپل سيال هېواد پاکستان او چين سره خپلې پولې خوندي کړي.

د هند او روسيې مشران د بريکس ډلې د غونډې پر مهال د دې تر څنګ د انرژۍ په برخه کې هم مهمه موافقه لاسليک کړه.

هند هڅه کوي د خپلې چټکې اقتصادي ودې لپاره د انرژۍ او برېښنا په برخه کې خپله اړتيا پوره کړي.

د هندي رسنيو د راپور له مخې د روسيې د تېلو ستره کمپني روس-نفت به د څو ملياردو ډالرو په ارزښت د هند د تېلو له ايسار شرکت سره موافقه لاسليک کړي.

برازيل، روسيه، هندوستان، چين او جنوبي افريقا د بريکس غړي هېوادونه دي.

دغه ډله په ٢٠١١م کال کې ايجاد شوه.

هدف يې د ظهور په حال کې هېوادونو له مخ په ودې اقتصادي او سياسي نفوذ څخه په استفادې د لوېديځ د تسلط او برترۍ چلنج کول ښوول شوي دي.

د بريکس د نوي پرمختيايي بانک رئيس کونداپور وامان کمات«Kundapur Vaman Kamath» د چين له مرکزي ټلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې وويل تمه لري چې د بريکس غړي هېوادونه به په زياتو پرمختيايي چارو کې يوموټي وي:

"زه يقيني يم چې موږ به د شوي تعهد د تازه کېدو خبر واورو، موږ به د غړو هېوادونو بريا وګورو چې د اساسي پروژو، معمارۍ، اقتصاد، کار، همکارۍ او پرمختيا په چارو به نور هم سره غښتلي او يوموټي وي."

په همدې حال کې د روسيې لپاره د هندوستان سفير «پنکج ساران» په يوه غونډه کې ويلي، تمه کېږي په دې سرمشريزه کې له پاکستان سره د هندوستان پر کړکېچ هم بحث وشي.

دغه کړکېچ تېره مياشت وروسته له هغې ولاړ شو چې وسله والو د هند د پوځ پر يوه پوځي اډه په حمله کې ١٩ هندي سرتېري ووژل.

په هغه حمله کې هغه وسله وال په لاس لرلو تورن شوي چې ويل کېږي په پاکستان کې دېره دي.

د هند وزیراعظم تر هغې حملې وروسته وويل هڅه کوي پاکستان په نړيواله سطحه منزوي کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG