د لاسرسي ځای

پاکستان پر خبریال سېرل المېدا د سفر بندیز لرې کړ


خبریال سېرل المېډا

خبریال سېرل المېډا

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بېګا په یو بیان کې وویل چې د نوموړي نوم یې له یاده لسټه اېستلی دی خو د هغه پرضد به پلټنې کوي.

پراګ: پاکستان د خبریال سېرل المېډا نوم د هغو کسانو له لسټه اېستلی دی پر کومو چې له پاکستانه د وتلو بندیز دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بېګا په یو بیان کې وویل چې د نوموړي نوم یې له یاده لسټه اېستلی دی خو د هغه پرضد به پلټنې کوي.

پر سېرل المېډا دا بندیز له هغه وروسته لګول شوی وو چې نوموړي په تېره اونۍ کې پر ډان ورځپاڼه په یو لیکنه کې وویل چې د پاکستاني حکومت او پوځ ترمنځ له ترهګرۍ سره پر تړلو مهمو مسلو اختلاف دی.

د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان تورې پورې کړی وو چې د سیریل المېډا لیکنې د پاکستان د دښمنانو نظر یا حکایت بیاناوه.

هغه وویل "دا خبر زموږ د دښمنانو حکایت یا بیانیه ده. او دا زه نه وایم، هندوستان ټایمز ورځپاڼه ولولئ، انډیین اېکسپرېس ولولئ، دي هندو ولولئ، ټایمز اف انډیا ولولئ، ټول هندي ټېلېوېژنونه وګورئ، د هند یو پخوانی پوځي جنرال دی، د هغه خبرې واورئ، هغوی څه وویل؟ هغه وویل، هند چې څه ویل، هغه [د المېډا له خبر سره] سم ثابت شو."

د اکتوبر پر شپږمه نېټه، د ډان ورځپاڼې خبریال سیریل المېډا په خپل رپورټ کې وویل چې په وروستیو کې په اسلام اباد کې یوه غونډه شوې چې پکې د هېواد لوړپوړي حکومتي، امنیتي او استخباراتي چارواکي ناست ول.

په خبر کې راغلي، ملکي چارواکو د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) مشر جنرال رضوان اختر ته وویل، د ناسمو تګلارو له کبله پاکستان په نړیواله توګه د یوازیتوب په حال کې دی او دا چې کله ملکي ادارې د سختدریځو پر ضد اقدامات کوي نو استخبارات پکې لاسوهنه کوي.

د المېډا په خبر کې راغلي ول چې ملکي او امنیتي چارواکي سره سلا شول چې اوس که حکومت د وسله والو پر ضد اقدامات کوي، نو استخبارات به یې په چارو کې مداخله نه کوي او په دې موخه به جنرال اختر او د ملي امنیت سلا کار ناصر جنجوعه ټولو صوبو ته سفر کوي.

پر سېرل المېډا دې بندیز نه یوازې په پاکستان کې دننه د بیان د ازادۍ په اړه تود بحث رامنځ ته کړ بلکې په نړیواله کچه هم پر هغه د سفر د بندیز غندنه وشوه.

XS
SM
MD
LG