د لاسرسي ځای

د روس ولسمشر ولادمیر پوټین او د هند وزیراعظم نریندر مودي به د انرژۍ او دفاع په برخه کې نوي تړونونه لاس لیک کړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ولادمیر پوټین او وزیراعظم نریندر مودي به دا ګام د پرمختیايي هیوادونو په هغه غونډه کې پورته کړي چې نن(شنبه) پېلږي.

په دې غونډه کې به د روس او هند تر څنګ د برازیل ، چین او جنوبي افریقا مشران ګډون کوي.

ولسمشر ولادمیر پوټین به د هند سېلاني ریاست ګوا ته له رسېدو وروسته له هندي وزیراعظم نریندر مودي سره لیده کاته وکړي.

د روس او هند تر منځ په تړونونو کې دا هم شامل دي چې روس به خپل د ( ایس څلور سوه ) په نامه د الوتکو ضد جدید دفاعي نظام هند ته ورکوي.

ولسمشر ولادمیر پوټین او وزیراعظم نریندر مودي به د هندي اقتصاد لپاره د د سونګ مواد او برېښنايي اړتیاوو پوره کولو لپاره د انرژۍ پر موضوع هم خبرې کوي.

د روس لپاره د هند سفیر ویلي چې د هند او روس ترمنځ یوازې اړیکې نه دي بلکې شراکت دی.

XS
SM
MD
LG