د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا شخصي پوهنتونونه شکایت کوي


په پښتونخوا کي د شخصي پوهنتونونو مشران وايي ، د پاکستان د لوړو زده کړو محکمې دوی له پامه غورځولي دي.

په دې اتحادیه کې د شاملو نهو شخصي پوهنتونونو وایس چانسلرانو دا څرګندونې د جمعې په ورځ په پېښور کې په یو خبري غونډه کې کړې دي.

دوی وویل ، د پاکستان د لوړو زده کړو محکمه – هایر ایجوکېشن کمېشن – د پښتنو شخصي پوهنتونونو ته پام نه کوي.

د دوی په وینا ، د دوی د پوهنتونونو استادان او زده کوونکي په نړیواله کچه ستایل کېږي خو په پاکستان کې د هغوی قابلیت نه منل کېږي.

د پاکستان هایر ایجوکېشن کمېشن په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG