د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر سېرل المېډا بندیز لرې کړ


پاکستان د خبریال سېرل المېډا نوم د هغو کسانو له لسټه اېستلی دی پر کومو چې له پاکستانه د وتلو بندیز دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت بېګا په یو بیان کې وویل چې د نوموړي نوم یې له یاده لسټه اېستلی دی خو د هغه پرضد به پلټنې کوي.

پر سېرل المېډا دا بندیز له هغه وروسته لګول شوی وو چې نوموړي په تېره اونۍ کې پر ډان ورځپاڼه په یو لیکنه کې وویل چې د پاکستاني حکومت او پوځ ترمنځ له ترهګرۍ سره پر تړلو مهمو مسلو اختلاف دی.

د کورنیو چارو وزیر تورې پورې کړی وو چې د سیریل المېډا لیکنې د پاکستان د دښمنانو نظر یا حکایت بیاناوه.

پر سېرل المېډا دې بندیز نه یوازې په پاکستان کې دننه د بیان د ازادۍ په اړه تود بحث رامنځ ته کړ بلکې په نړیواله کچه هم پر هغه د سفر د بندیز غندنه وشوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG