د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي: پر اقتصادي راهدارۍ یوازې له نواز شریف سره خبرې کوو


د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان

نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړې ده چې د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال د پېښور په ګورنر هاوس کې د اقتصادي راهدارۍ په اړه سیاسي مشرانو او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړو ته د سپیناوي په موخه مالومات ورکوي.

پېښور: د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي ، د اقتصادي راهدارۍ پر مسله به یوازې له وزیراعظم نواز شریف سره خبرې کوي.

اسفندیار ولي خان دا اعلان د جمعې په ورځ ناوخته د نوښار په مانکي شریف کې د خپل ګوند یو پراخې غونډې ته په وینا کې کړی دی.

هغه وویل، “ له موږ سره د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ په لړ کې د مغربي لارې ژمنه نواز شریف کړې وه نو اوس به دوی یوازې له هغه سره پر دې مسله خبرې کوي.

اسفندیار ولي خان وویل چې دوی په دې اړه نور د هیڅ یوه چا وضاحت اورېدلو ته نه ورځي.

نوموړي دا خبره په داسي حال کې کړې ده چې د اکتوبر پر اتلسمه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال د پېښور په ګورنر هاوس کې د اقتصادي راهدارۍ په اړه سیاسي مشرانو او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړو ته د سپیناوي په موخه مالومات ورکوي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر ګوندونه وايي ، د پاکستان مرکزي حکومت د کاشغر ګوادر اقتصادي راهداري یوازې په پنجاب کې تېروي.

د پاکستان په سېنټ کې د یادې پروژې په اړه د جوړې شوې کمېتۍ مشر او پپلز ګوند سنېټر تاج حېدر مشال راډیو ته وویل ، په دې راهداري کې مغربي لاره نشته.

د سنېټر تاج حېدر په وینا ، که چېري دا لاره روښتیا وي نو مرکزي حکومت دې د خلکو د اندېښنو لرې کولو لپاره دا لاره په ډاګه کړي.

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل هم څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې یو غونډې ته وویل چې پاکستاني حکومت د اقتصادي راهدارۍ کې پښتانه تېر اېستلي دي.

د پاکستان په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ نون ډلې مشران او لوړپوړي حکومتي چارواکي دا تورونه بولي او وايي چې له دې اقتصادي لارې به ټولو صوبو ته ګټه رسېږي.

چین له کاشغره تر ګوادره د دې اقتصادي‌ راهدارۍ لپاره لومړی شپږ څلوېښت اربه ډالر اعلان کړي وو خو اوس یې دا پانګه یو پنځوس اربه ډالرو ته رسولې ده.

XS
SM
MD
LG