د لاسرسي ځای

ترکي وايي د موصل نیولو لپاره عملیات به ژر وشي


عراقي ځواکونو د موصل په څنډو کې د پرمختګ په حال کې دي

عراقي ځواکونو د موصل په څنډو کې د پرمختګ په حال کې دي

د ترکي سرکاري خبري ایجنسي انادولو خبر ورکوي چې که یو غېر معمولي پرمختګ و نه شي نو د عراق شمالي ښار موصل له اسلامي دولت وسله والو د بیرته نیولو په مقصد پوځي عملیات به په یوڅو ورځو کې دننه شورو شي.

د اکتوبر په څوارلسمه دغه خبر له عراقیو سرچینو او هغو چارواکیو له خولې ورکړل شوی چې د ترکي او امریکا تر منځ په خبرو اترو کې یې برخه اخستې وه.

د خبر له مخې د عراق د شمالي برخې په باشیقا مرکز کې د ترکي پوځ لخوا روزل شوي سني ځواکونه به په دغو پلان شویو عملیاتو کې برخه اخلي.

په عین حال کې په عراق کې د امریکا تر مشري لاندې اېتلاف پخلی کړی چې په موصل کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې خلاف هوايي بریدونه زیاتوي.

XS
SM
MD
LG