د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له داعش سره تړلي ۱۱ مشکوکه کسان نیولي


د ایران مېډیا رپورټونه وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې لپاره د ځانمرګي بریدونو پلانونو جوړولو په شک ۱۱ کسان نیولي دي.

د ایران انتظامیې د اکتوبر په څوارلسمه خبر ورکړ چې له دغو کسانو یې په لوی شمېر کې باروت هم ترلاسه کړي دي.

په جنوبي صوبه فارس کې د امنیتي ځواکونو مشر جنرل احمد علي ګاودرزي وویل چې دغو عملیاتو د ایران په جنوب کې د اسلامي دولت موجودګي له منځه وړې.

مهر نومي خبري ایجنسۍ د صوبې د مرستیال ګورنر له خولې خبر ورکړې چې باور کېږي نیول شوي کسان د اسلامي دولت وسله والې ډلې غړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG