د لاسرسي ځای

کرمه کې ځانمرګي برید د ملېشو درې سرتېري زخمیان کړي


د کرمې ایجنسۍ په خرلاچۍ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ملېشا ځواکونو درې سرتېري زخمیان شوي دي.

په کرمه کې د پولېټېکل انتظامیې یو چارواکي د اکتوبر پر څوارلسمه نېټه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدکوونکي پر پوله ولاړو ملېشا سرتېرو سره نږدې ځان والوځولو چې په نتیجه کې یې درې سرتېري زخمیان شول.

د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله مسود ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG