د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت پر اقتصادي راهدارۍ لیکلی ثبوت غواړي


د پښتونخوا سیاسي مشران وايي، دا ځل به له وفاقي حکوته تش بریفینګ نه بلکې د اقتصادي راهدارۍ پر منصوبه لیکلي ثبوتونه ترې وغواړي.

په خیبر پښتونخوا کې ټول پارلیماني ګوندونه چې پکې واکمن او مخالفې ډلې شاملې دې په یوه خوله دي چې وفاقي حکومت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر معامله له کړیو ژمنو او لوظونو سرغړونه خو د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف ځانګړی سلاکار امیر مقام بیا دا خبره ردوي او وايي چې دی خپله د دې خاورې دی اوپه یاده منصوبه کې به پښتونخوا ته خپله برخه پوره ملاوېږي.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی او په صوبه کې د پرمختیايي منصوبو مشر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وويل چې مرکزي حکومت د چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه یواځې تر پنجاب صوبې پورې محدوده کړې ده.

(له بده مرغه پاکستان مسلم لیګ نواز د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ ټول مراعات یوې صوبې پنجاب ته اړولي دي نورې درې واړه صوبې یې بې برخې کړي دي. وزیر اعظم په ټول ګوندیز غونډه کې دا اعلان کړی وو چې تر ټولو اول به مغربي لار جوړوي ځکه دا لنډه ده خو اوس هغوی مغربي لار له سره د دې منصوبې برخه نه ګڼي او په بریفنګ کې یو څه وايي بیا عملا بل څه کوي نو د دې دا مطلب دی چې دوی له موږ سره دوکه کوي.)

له دې علاوه د عوامي نېشنل ګوند مشرانو هم په خپلو ویناګانو کې وايي، که مرکز په مغربي لار کار پیل نه کړو نو دوی به یې په کلکه او په ګډه مخالفت کوي او په دې لړ کې د ملک په بېلا بېلو لویو ښارونو کې ولسي غونډې هم کوي.

بلخوا د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف خصوصي مشیر امیر مقام مشال راډیو ته وويل چې دی خپله د خیبر پښتونخوا وګړی دی او د دې خاورې د حق خبره به اول کوي او وزیر اعظم چې په ټول ګوندیز غونډه کې لوظ کړی وو هم هغه منصوبه ده او له هېڅ یوې صوبې سره به هم زیاتی نه کېږي.

(چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ټول ملک منصوبه ده او دا سیاسي بیانونه دي. پروېز خټک خو تر اوسه ډېر خوشاله وو چې ډېره ښه منصوبه ده نو اوس ولې ناڅاپه مخالف شو. موږ هم د پښتنو نمایندګان یو، اول د دې خاورې یو، په حکومت کې یو او له هېچا سره به هم زیاتی نه کېږي او پښتونخوا ته به پوره پوره ونډه ملاوېږي.)

د مرکزي حکومت د منصوبه سازۍ او پرمختګ وزیر احسان اقبال په راتلونکیو څو ورځو کې د خیبر پښتونخوا پارلمیاني ګوندونو اندېښنې لیرې کولو لپاره یو وارې بیا پېښور ته ور روان دی خو د پښتونخوا دغه سیاسي مشران وايي، چې دا ځل به تش بریفینګ نه بلکې د یادې منصوبې لیکلي ثبوتونه به ترې غواړي.

XS
SM
MD
LG