د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د فرنټیېر کور درې عسکر په برید کې وژل شوي


کوټه: د فرنټیېر کور د وژل شویو سرتېرو مړي د کوټې بولان روغتون ته وړل کېږي. ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۶
کوټه: د فرنټیېر کور د وژل شویو سرتېرو مړي د کوټې بولان روغتون ته وړل کېږي. ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۶

د مشال راډيو خبریال وايي، پېښه د جمعې ورځ غرمه مهال له پښين اډې سره جوخت پر سبزل سړک هله رامنځ ته شوې چې پر ګزمه بوختو ملېشو عسکرو باندې پر موټر سایکل سورو وسله والو برید وکړ. بریدګر تر پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

په کوټه کې د سرحدي عسکرو ویاند په وینا چې په برید کې وژل شوي عسکر یې د کوټې و بولان روغتون ته لېږدولي دي.

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سر فراز بګټي د پېښېپه کلکه غندنهکړې اوپولیسو ته یې سمدلاسه په پېښه کې د تورنو کسانو د نیولو امر کړی دی.

د مشال راډيو خبریال وايي، پولیسو او سرحدي عسکرو د پېښې په تور تر ۴۰ زیات مشکوک کسان نیولي دي.

دا پېښه په کوټه کې پر موټرسایکل د غبرګه سورلۍ له حکومتي بندیز اخیستو تش یوه ورځ پس رامنځ ته شوې.

تر اوسه هېچا هم د دغه پېښې ذمه واري پرغاړه نه ده اخیسې خو پر سرحدي عسکرو او د پاکستان پر دولتي ځایونو د بریدونو ذمه واري اکثره بلوڅ بېلتونپالې ډلې مني چې د بلوچستان صوبې لپاره د لا کورواکۍ او خپلواکۍ لپاره جنګېږي.

XS
SM
MD
LG