د لاسرسي ځای

تازه خبر

حزب اسلامي به نیولي کسان ژر خوشې کړي


د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي وايي، ژر به هغه کسان خوشې کړي چې له دوی سره بندیان دي. د حزب یوه مشر محمد امین کریم بېګا مشال راډیو ته وویل، دا کسان به د حزب اسلامي او افغان حکومت له موافقې سره سم، د اجرایي کمېسیون تر فعالېدو وروسته خوشې کړي. ده زیاته کړه چې د حزب قومندانانو اوربند عملي کړی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم وايي، په څو ورځو کې به کمېسیون کار پیل کړي.

خو نوموړی زیاتوي چې له حزب اسلامي سره به د بندیان شمېر ډېر نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG