د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل شریف د ۱۰ وسله والو د مرګ سزا منظوره کړې


د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) بېګا په یوه بیان کې وویل، دا کسان پر پوځ، پولیسو، د پولیو مخنیوي ادارو پر کارکوونکو په حملو کې ککړ ول چې ورته پوځي عدالتونو د مرګ سزا اورولې وه.

بیان وايي، د پوځ مشر تېر مازیګر د دې کسانو د مرګ سزاګانو منظوري ورکړه.

بیان زیاتوي، دا مشکوک وسله وال شاهد عمر، انور زېب، عبدالرحمان، عطا الله، مشتاق خان، اصغر خان، حسېن شاه، ظفر اقبال، شېر عالم او شمس القمر نومېږي.

په پاکستان او په تېره د پښتنو په سیمو کې تندلارو وسله والو بیا بیا د ګوزڼ ضد څاڅکیو پر کارکوونکیو بریدونه کړي چې ګڼ روغیتايي کارکوونکي یې وژلي او ژوبل کړي دي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزڼ وایرس پکې شتون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG