د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام او ترکیې پر پوله موټر بم چاودنې ۱۷ کسان وژلي


عیني شاهدانو او د شام بشري حقونو څار ډلې نن (جمعه) سهار وختي وویل، چاودنه بېګا د ازاد شام پوځ له یوې پوستې سره نېږدې شوې چې د ترکیې له پولې دوه کیلومیټره لرې ده.

د دوی په خبره، په وژل شویو کې زیاتره یاغیان دي. دوی وايي، په پېښه کې ۲۵ کسان ژوبل هم دي چې پکې د اتو (۸) روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوی زیاتوي، ژوبل کسان د ترکیې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG