د لاسرسي ځای

پاکستان د افغانستان پر اهل تشیع بریدونه وغندل


په کابل کې پر اهل تشیع تر حملې وروسته یو سړی ژوبله ماشومه وړي

په کابل کې پر اهل تشیع تر حملې وروسته یو سړی ژوبله ماشومه وړي

خبریال: ذبیح مومند

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د شیعه ګانو پر زیارت او جومات وروستي ترهګر بریدونه غندلي او له افغان حکومت او د پېښې له قربانیانو سره یې همدردي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو ترهګرو د سه شنبې په ورڅ د افغانستان په مرکز کابل کې د محرم په ورڅ د شیعه ګانو پر یوه زیارت کارتې سخي او چهاریار جومات ډله ییز وسله وال برید وکړ، چې په نتیجه کې یې د رسنیو د راپورنو له مخې لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

تر دغې پېښې وروسته د افغانستان په بلخ ولایت کې هم د عاشورا پر ویر کوونکیو د سړک غاړې بم چاودنه وشوه، چې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې مړه او ۲۶ نور پکې ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې دغه ترهګریز بریدونه غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره يې خواخوږي ښودلې ده.

یوه سړي د بلخ روغتون ته ژوبل ماشوم وړی دی

یوه سړي د بلخ روغتون ته ژوبل ماشوم وړی دی

دغه وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د کابل د ترهګرو بریدونو د غندنې ترڅنګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې:

((پاکستان ترهګري چې په هره بڼه او شکل وي، په کلکه غندي.))

په افغانستان کې اکثریت سونيان دي، خو شعیه ګان هم شته چې هر کال په عاشورا کې د ویر غونډې کوي او یو شمېر یې لارو او سړکونو ته هم راوځي.

په کابل کې پر کارتې سخي زیارت او چهاریار جومات د وسله والو بریدونو مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی.

كه څه هم افغانستان د پاکستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو په شان د شعیه او سوني ترمنځ د اختلاف او تاوتریخوالي تاریخ نه لري، خو د ځینو په باور په دې وروستیو کې پر شعیه لږکیو برید د افغانانو ترمنځ د مذهبي اختلافاتو د راپارولو په موخه کېږي.

په کابل کې تر دې مخکې د ۲۰۱۱ز کال د عاشورا په مراسمو هم برید شوی وو، چې مسوولیت یې لشکر جنګوي ډلې منلی و، خو دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې د عاشورا په مراسمو کې پر شیعه ګانو د خونړي برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

په عین حال کې د پاکستان ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو هم په کابل او بلخ کې پر شیعه ګانو ترهګریز بریدونه غندلي، دا یې شرمناک عمل بللی او دا بریدونه یې په افغانستان کې د مذهبي کړکېچ د راپارولو په موخه بللي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کارتې سخي پر زیارت او چهاریار جومات بریدونه بشري جنایت بللی، برید کوونکي د اسلام د دین د پیروانو دښمنان بللي او له خلکو او دیني عالمانو یې غوښتي، چې د جنایتونو پر وړاندې دې ودرېږي.

XS
SM
MD
LG