د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان هم له لوږې سره مخامخ هېواد دی


په پاکستان کې د معاشي چارو کارپوهان د امریکايي ادارې دا رپوټ پر ځای بولي او وايي چې پاکستان ځکه له داسې حالت سره مخامخ دی چې انتظامي چارې پکې په سمه توګه نه تر سره کېږي.

اسلام اباد: د خوراک په اړه د یو امریکايي ادارې رپوټ لیکي چې په نړۍ کې د لوږې ښکار ۱۱۸ هېوادونو په نوملړ کې پاکستان پر ۱۰۷ نمبر دی.

د خوړو نړیوالې تګلارې څېړنیز انسټيټیوټ کښلی رپوټ زیاتوي، که چېري په پاکستان کې حالت هم داسې پاته شول نو دا هېواد تر ۲۰۳۰م کاله د خوړو کمي له یوه لوی کړکېچ سره مخامخېدای شي.

رپوټ لیکي چې د لوږې ښکار هېوادونو کې افغانستان، هېټي، هند او یمن هم شامل دي.

په پاکستان کې د معاشي چارو پوهان د امریکايي ادارې دا رپوټ پرځای بولي او وايي چې پاکستان ځکه له داسې حالت سره مخامخ دی چې انتظامي چارې پکې په سمه توګه نه تر سره کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر معراج الحق وايي، دا ډېره د بدمرغۍ خبره ده چې په یو کرهڼیز هېواد کې خلک د خوړو له کمښت سره مخامخېږي.

هغه وویل،د دې لوی لامل ناسم انتظامات دي ځکه چې په دې ملک کې دومره غنم پیدا کېږي چې ټولو خلکو ته رسېدلای شي او بورا دومره پیدا کیږي چې هر تن ته رسېدلای شي.

ډاکټر معراج الحق وویل، په پاکستان کې تر خپلې اړتیا زیاتې وریژې پیدا کېږي خو بیا هم دلته د خوړو کمبوت دی.

د اقتصادي چارو بل کار پوه اکرام هوتي وايي، په پاکستان کې په سلو کې نوي برخې مځکې د مالدارو خلکو دي او پاتې لس برخې خلک بیا نه دومره وړتیاوې لري چې د ځان ضرورتونه پوره کړي.

د خوړو نړیوالې تګلارې څېړنیز انسټيټیوټ رپوټ له مخې، په پاکستان کې ۲۲ فیصده خلک د خوړو له کمبوت سره مخامخ دي.

رپوټ زیاتوي چې له هم دې کبله په پاکستان کې اته اعشاریه یو فیصد ماشومان تر پنځه کلنۍ وړاندې مري.

د خوړو نړیوالې تګلارې څېړنیز انسټيټیوټ وړاندیز کوي چې په نړۍ کې تر ۲۰۳۰م کاله د خوړو کمي مسله هوارېدلای شي چې په سیاسي توګه د دې لپاره ګامونه واخیستل شي او امنیتي حالات ښه کړل شي.

XS
SM
MD
LG