د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ د اسیه بي بي د مقدمې اورېدنه وځنډوله


اسیه بي بي
اسیه بي بي

د پاکستان سپریم کورټ د پنجشنبې په ورځ د عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د مرګ د سزا پر ضد کېدونکې وروستۍ اورېدنه تر نامالومې نېټې وځنډوله.

پراګ: د پاکستان سپریم کورټ د پنجشنبې په ورځ د یوې عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د مرګ سزا پرضد کېدونکې وروستۍ اورېدنه تر نامالومې نېټې وځنډوله.

سپریم کورټ دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د دې مقدمې لپاره د جوړې شوې درې کسیزې جرګګۍ یو غړي جسټس اقبال حمیدالرحمان استعفا وکړه.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم بیا بیا په پاکستان کې د مهمو مقدمو له اورېدنو ججان پرشا شوي دي.

د پاکستان پخوانی لوی څارنوال (اټارني جنرل) قاضي محمد انور وايي، ججان په ځانګړې توګه د د درو وجوهاتو له کبله د داسې مقدمو له اورېدنو پرشا کېږي.

دی وايي، "یو دا وي چې جج ته څه ذاتي مالومات وي نو هغه وايي چې له دې کبله زما ذهن جوړ شوی دی زه انصاف نه شم کولای، یا هغه ته څوک سپارښتنه وکړي نو هغه وايي چې له دې کبله انصاف نشم کولای او یا د مقدمې یو فریق پر هغه جج نیوکه وکړي چې دا له ما سره شخصي ستونزه لري ځکه انصاف نه شي کولای نو بیا جج استعفا ورکوي."

د قاضي محمد انور په وینا ، ښايي جسټس اقبال حمیدالرحمان له دې کبله استعفا ور کړې وي چې هغه د اسیه بي بي لپاره د ږغ پورته کوونکي سلمان تاثیر مقدمه هم اورېدلې وه.

سلمان تاثیر له اسیه بي بي سره
سلمان تاثیر له اسیه بي بي سره

د پنجاب ګورنر سلمان تاثیرد ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټهد اسلام اباد په کوهسار مارکېټ کې خپل ساتونکي ممتاز قادري له دې کبله وژلی وو چې هغه له اسیه بي بي سره د انصاف لپاره ږغ پورته کړی وو او د پاکستان په "تحفظ ناموس رسالت"نومي قانون کې یې د بدلون غوښتنه کوله.

د پاکستان د بشري حقونو د سازمان – هیومېن رایټس کمېشن آف پاکسان – مشره زهرا یوسف وايي ، ججان چې کله له داسې مقدمو لاس پر سر کېږي نو د هغه یوه لویه وجه وېره هم وي.

دا وايي، "زما په خیال په دې کې وېره یو حقیقت دی. اوس هم داسې خبرونه راغلي وو چې د دې مقدمې د اورېدنې پر وخت د عدالت کوټه له هغو کسان ډکه وه چا چې اسیه بي بي ته د مرګ د سزا پلوي کوله."

زهرا یوسف وویل، "تاسو ته مالومه ده چې ممتاز قادري ته هم د مرګ سزا اورونکي جج پاکستان پرېښی وو."

د سلمان تاثیر وژونکی ممتاز قادري
د سلمان تاثیر وژونکی ممتاز قادري

​ممتاز قادري ته د سپریم کورټ له خوا د مرګ تر سزا وروسته هغه د ۲۰۱۶م کال د فرورۍ پر ۲۹مه نېټه د راولپنډۍ په اډیاله جېل کې په دار ځړول شوی وو.

د پنجاب د شېخوپورې پر عیسايي مېرمن اسیه بي بي د ۲۰۰۹م کال په جون میاشت کې تور پورې کړل شوی وو چې د اسلام پېغمبر ته یې سپکاوی کړی وو خو نوموړې دا خبره رد کړې وه.

اسیه بي بي وروسته ونیول شوه او د ۲۰۱۰م کال په نومبر میاشت کې ځايي عدالت ورته د مرګ سزا واوروله کومه چې وروسته د پنجاب های کورټ هم پر ځای وساتله.

نوموړې له هغه راهسې په زندان کې ده او اوس یې د پاکستان تر ټولو په ستر عدالت یانې سپریم کورټ کې د مقدمې اورېدنه روانه ده.

قاضي محمد انور وايي ، د اسیه بي بي د مقدمې د اورېدنې ځنډېده له نوموړې سره ډېر زیاتی دی ځکه چې اوس دوه ججان دا اورېدنه نشي کولای او اوس به بله جرګګۍ جوړوي.

هغه وویل، "زما په نظر اسیه بي بي بې ګناه ده او له هغې سره زیاتی اوس هم او پخوا هم شوی وو. پکار ده چې سپریم کورټ ژر تر ژره بله جرګګۍ جوړه کړي او د هغې د مقدمې وروستۍ پرېکړه وکړي."

زهرا یوسف وايي، "ډېره هیله وه چې سپریم کورټ به مقدمه واوري او وروستۍ پرېکړه به د اسیه بي بي په حق کې راشي. هغه له تېرو څه باندې اوو کلونو په زندان کې ده. هیله ده چې سپریم کورټ ژر تر ژره بله جرګګۍ جوړه کړي او دا مقدمه د هغې په حق کې پای ته ورسوي."

د یادونې وړ ده چې سپریم کورټ د جسټس اقبال حمیدالرحمان تر استفی وروسته نه د بلې جرګګۍ جوړولو او نه هم د بلې اورېدنې نېټه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG