د لاسرسي ځای

پوټن د امريکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړل


د روس ولسمشر ولاديمير پوټن

د روس ولسمشر ولاديمير پوټن

د روس ولسمشر ولادیمیر پوټن هغه ادعاوې رد کړي چې ګنې ماسکو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي. نوموړي پرون (چارشنبه) په ماسکو کې د خبرو پر مهال وویل، په دې مسله کې پر روس نيوکې له واشنګټن سره د ماسکو اړیکې زهرجنوي.

د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر روس باندې د مداخلت تورونه په داسې حال کې تکراريږي چې دې انتخاباتو ته تر يوې مياشتې لا لږ وخت پاتې دی.دا لانجه د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ تر منځ د اکتوبر د نهمې په مناظره کې هم تر تاوده بحث لاندې راغله.

د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په ماسکو کې د وينا پر وخت پوټن د يو شمېر هغو روسي چارواکو خبرې تکرار کړې چې امريکايي چارواکي يې په دې تورن کړي وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې زهرجنوي. نوموړي د تاجرانو اتحاديې ته په وينا کې وويل چې د غلا شوو يا لاس وهل شوو اسنادو له واقعيت څخه د امريکايي ولس د پاملرنې اړولو لپاره بې ځايه قهر څرګنديږي خو هيڅوک په دې اړه خبرې نه کوي. د نوموړي په وينا، دوی يوازې دا خبره کوي چې چا دا کار کړی دی، ايا دا رښتيا هم دومره مهمه خبره ده؟

تېره اوونۍ د امريکا استخباراتي چارواکو په ډاګه پر ماسکو مستقيم تور پوري کړ چې د ډيموکراټيک قامي کمېټۍ کمپيوټرونو ته په غلا ننوتی دی او پ ځينو رياستي انتخاباتي کميسيونونو کې يې د لاسوهنې هڅه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته په څرګندونو کې ټینګار کړی چې روس د امریکا په انتخاباتي نظام کې د ګډوډۍراوستو هڅه کړې ده. د نوموړي په وينا د استخباراتي کړیو تحلیل دا دی چې روس لېوالتیا لري یا لږ تر لږه هڅه کوي چې د امریکا انتخاباتي نظام بې ثباته کړي خو د امریکا خلک دې ډاډه وي چې حکومت به د امریکا د انتخاباتي نظامونو د دفاع لپاره د پام وړ سرچينې په کار راولي. د نوموړي په وينا د کورني امنیت وزارت لا د مخه له څه باندې ۳۰ ايالتونو سره کار پیل کړی څو خپل نظامونه پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG