د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۲۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي


چارواکي وایي چې د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له امله ۲۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: پرون د هسکې مېنې ولسوالۍ په شیخ قلعه سیمه کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو له امله ۱۳ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

بلخوا د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرین اقا فقیري مشال راډیو ته وویل: د شفق سیلاب په نوم د پیل شویو عملیاتو په لړ کې د چارشنبې په ورځ د اچین ولسوالۍ په شډل بازار سیمه کې د هوايي بریدونو له امله ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

داعش وسله والو د یادو بریدونو په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG