د لاسرسي ځای

"د طالبانو نيول شوي مشران د ملا هبت الله مخالفین وو"


پاکستان د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په ۲۰۱۰ کې نيولی وو چې لاهم په زندان کې دی.

پاکستان د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر په ۲۰۱۰ کې نيولی وو چې لاهم په زندان کې دی.

د رپورټونو تر مخه دا کسان تر هغې وروسته نيول شوي چې پر پاکستان د طالبانو خلاف د ګامونو اخيستو فشار ډير شوی وو خو څيړونکي وايي چې د طالب مشرانو نيول د پاکستان د پاليسۍ د بدلون مانا نه لري.

تر اوسه پورې پاکستان په رسمي ډول په بلوچستان کې د افغان طالبانو د مشرانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو پخپله طالبانو سرچينو تاييد کړې ده. افغان چارواکي وايي تر اوسه پورې اسلام اباد دوی ته په رسمي ډول څه خبر نه دی ورکړی.

د افغان طالبانو سرچينو تاييد کړه چې په بلوچستان کې د طالبانو لپاره د پیسو راټولونکی او اقتصادي کميسون مشر، مولوي عبدالصمد ثاني، د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور نيزدي ملګری او د دوی قاضي القضات ملا احمدالله نانی او د دايکنډي لپاره د طالبانو والي سلیمان اغا نيول شوي دي.

"نيول شوي طالبان د طالبانو مشر ملا هبت الله سره مخالف وو"

"نيول شوي طالبان د طالبانو مشر ملا هبت الله سره مخالف وو"

د دې سرچينو په خبره سليمان اغا نيزدي يوه مياشت مخکې، ملا نانی تېره هفته او ملا ثاني دوه ورځې مخکې نيول شوی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وياند دواخان مينه پال نن مشال ريډيو ته وويل چې تر اوسه پورې پاکستان په رسمي ډول د دې کسانو د نيول کېدو په اړه افغان حکومت ته څه نه دي ويلي خو که نيولي يې وي، کابل ته دې يې وسپاري.

((هغه کسان چې افغانستان کې ترهګر بريدونه کوي، بايد تر نيولو سمدستې وروسته موږ ته وسپارل شي. تر هغو چې دغسي عملي ګام ونه وينو، د چا د نيول کېدو خبر هم نه شو تايدولی.))


په داسې حال کې چې دې وروستيوو کې پر پاکستان د افغانستان او نړيوالو فشارونه ډير شوي وو چې په خپله خاوره مېشته افغان طالبانو خلاف کاروايي وکړي، یوې پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون لیکلي چې دغه طالب مشران ځکه پاکستانيوو استخباراتو نیولي چې افغان حکومت سره يې د سولې خبرو ته غاړه نه ايښوده.

خو د طالبانو ځينو سرچينو مشال ريډيو ته ويلي چې د دغه کسانو د طالبانو اوسني مشر ملا هبت الله اخوند سره اړيکې ښې نه وي او هغه ته د خنډونو ختمولو لپاره نيول شوي دي.

څيړونکی سميع يوسفزی هم وايي پاکستان د طالبانو د ملاتړ پاليسي نه ده بدله کړې. ((پاکستان کله کله داسې چاپې وهي او طالبان نيسي خو فکر نه کوم چې دا دې طالبانو سره د ملاتړ ختمېدل وي او يا هم د اسلام اباد د پاليسۍ بدلون وي.))

د جنګونو دکان پرانيستی دی. دې کې هيڅ شک نشته چې له دې جګړو څخه د پاکستان اشرافيه چې پوځ هم پکې شامل دی، ډيره ګټه کوي

د طالبانو سرچينې وايي چې نيول شوو طالبانو کې ملا نانی او ملا ثاني د جګړې لپاره مالي سرچينو موندلو کې مهم رول درلود. د سميع يوسفزي په خبره کيدای شي د دوی د نيول کېدو سره د جګړو لپاره د پيسو په برابرولو کې خنډ راشي خو نور به ډير لوی اغېز ونه لري.

تېره هفته د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر غړي سينيټر اعتزاز احسن په قامي اسمبلۍ کې ويلي وو چې پاکستان بايد افغانستان او هند کې جنګېدونکو وسله والو د ملاتړ پاليسي پريږدي.

د سيمه ييزو چارو کارپوه، خادم حسين وايي اسلام اباد کولی شي د جګړې د ملاتړ پر ځای په سيمه کې د اقتصادي موقعو د پراخولو په همکارۍ کې ګټه وکړي.

((دې ې هيڅ شک نشته چې د جنګونو دکان پرانيستی دی. دې لړ کې پر پاکستان سخت تنقيد کيږي. د پاکستان امنيتي پاليسۍ جوړوونکي بايد دې ته پام وکړي چې آيا غواړي د لاس پوڅو ډلو په استعمال سره ځان په نړۍ کې يوازې کړي او که په اقتصادي ځغل کې په ګډيدو سره پرمختګ وکړي.))

د رپورټونو تر مخه د طالبانو دري لوړ پوړي مشران په داسې حال کې په بلوچستان کې نيول کيږي چې پاکستان تل په خپله خاوره افغانستان کې جنګېدونکو ډلو له موجوديت څخه انکار کړی او د سيمې امنيت لپاره يې خپلې ژمنې تکرار کړې دي.

XS
SM
MD
LG