د لاسرسي ځای

کندز کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې د کندز ښارپه جګړو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو ۲۲ قومندانان هم وژل شوې دي.

(د دوې ۲۲ قومندانان چې د کندز جګړه یې مخ ته وړله ټول د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي ، یعني وسله والو مخالفانو ته په تیره یوه اونۍ کې دغلته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.)

نوموړي وویل چې دامهال کندز ښار په بشپړ ډول تصفیه شوی او خلک کولی شي چې خپلو سېمو ته بیرته ورشي.

خو وسله والو طالبانوتراوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG