د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان د یوازیتوب پر لور روان دی؟


د جنوبې ایشیایې هیوادونو د سیمیزې همکاری تنظیم سارک غونډه چې ټاکل شوې وه، د روان کال په نومبر کې په اسلام اباد کې وشي، له دې کبله وځنډول شوه، چې څلورو غړو هیوادونو هند، افغانستان، بوټان او بنګلادیش پکې له ګډونه انکار وکړ، چې ورسره دې تاثر زور ونیوو، چې ګنې پاکستان په نړۍ کې د یوازیتوب په لور روان دی.

هند وایې پاکستان دې د هغو ډلو خلاف کوټلې کاروایي وکړې چې د ستمبر په ۱۸ نیټه یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په اوړي سیمه کېپه هندې عسکرو برید کړی وو، چې پکې ۱۷ هندې سرتیرې وژل شوي وو.

بلخوا افغانستان، بنګلادېش او بوټان هم د هند د دغه موقف حمایت کړی دې. د پاکستان د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټۍ غړی او د خیبر پښتونخوا پخوانی وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتې وایي باید پاکستان د سارک هیوادونو سره په دې اړه خبرې وکړي:

(موږ په دې اړه انديښمن یو، د سارک هیوادونو سره باید د پاکستان په اړېکو خبرې وشي،او باید دغه ښې وي، د هند سره خو د کشمیر په مسله کړکیچ روان دی ، خو نور ملکونه لکه افغانستان چې زموږ ګاونډي هیواد دی او افغانان مو وروڼه دي، نو موږ دا هیله کوو، چې باید د دغو ملکونو سره د باور په زیاتولو او د دوی د اندیښنو په لرې کولو خبرې وشي.)

بلخوا په وروستیو کې امریکا په پاکستان غږ کړی چې باید د ټولو وسلوالو ډلو خلاف یو شان ګامونه پورته کړي. د سیمیزو چارو څېړونکی ډاکټر رسول بخش رییس وایي پاکستان د ترهګرو ډلو خلاف کوټلې پالیسي لري او زیاتوي ((پاکستان د یوازیتوب اړخ ته نه دی روان خو د ځینو ګاونډیو هېوادونو تعلقات له پاکستان سره ښه نه دي، او پتېره بیا د پاکستان او هند اړیکې ښې نه دې، کله نه چې په هند کې مودي په واک کې راغلی ،له پاکستان سره د هند اړیکې خرابې شوي دي، خو باید خپلمنځۍ شخړې او د سارک غونډه له یو بله جدا وساتل شي، خو هندوستان داسې ونه کړ))

کشمیر
کشمیر

د سیمې د چارو کارپوه حسن عسکري بیا وایي باید پاکستان له هند او افغانستان سره پر پوله د وسلوالو ډلو د تګ راتګ په مخنیوي خبرې وکړي، او دغه مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي:

(دواړه هېوادونه باید یو بل سره مرستې وکړي، د دې دوه طریقې دي، لومړی دا چې د بیانونو ورکولو پرځای د دواړو خواو امنیتي چارواکي پر داسې مسلو غونډې وکړې، او دویمه خبره دا چې باید پر پولو امنیت زیات کړل شي ځکه چې د وسلوالو تګ راتګ له دواړو خواو کېږي.)

بلخوا امیر حیدر هوتې دا هم وایي باید پاکستان او ګاونډي هېوادونه د سیمې د امنیت په اړه له یو بل سره همکاری وکړي:

(په روانو حالاتو کې زموږ ډېر تاوان شوی دی، ډېر ملګري مو شهیدان او ژوبل شول، خو زه دا ګڼم چې د افغانستان په اړه ډېرې داسې خبرې شته چې دواړه هېوادونه دغو ته پام وکړي، د افغانستان په خاوره ترهګري کونکې وسلوالې ډلې که په پاکستان کې پټنځایونه لري نو باید دغه هېواد یې پرخلاف سخته پالیسې ولري او هم دغه شان که په پاکستان کې د بدامنیو پېښو ترشا لاسلرونکیو ډلو خلاف افغانستان عملیات کولی شي، نو باید افغان حکومت یې وکړي))

د پټانکوټ او اوړي تر پېښو وروستو هند په پاکستان دا تور ولګولو، چې دغه هیواد د ترهګرو ډلو خلاف پوره ګامونه نه اخلې، هندي چارواکیو دا هم ویلي باید پاکستان د ترهګرو ډلو سره د تړاو په تور په نړۍ کې یوازې کړل شي، بلخوا پاکستان دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG